د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د پکتيکا ولايت له جاني خېل ولسوالۍ څخه تر تروي ولسوالۍ (قمرالدين سيمې) پورې د۱۲۲ کیلومتره سړک (اول لاټ) ډیزاین بلټ د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د پکتيکا ولايت له جاني خېل ولسوالۍ څخه تر تروي ولسوالۍ (قمرالدين سيمې) پورې د۱۲۲ کیلومتره سړک (اول لاټ) ډیزاین بلټ پروژې)د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو کاپي د دې وزارت د ساختماني چارو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطپاڼې شرايطو او تدارکاتو قانو او کړنلارې سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۶/۲۷) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول( ۱۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه (۱۴۰۴/۶/۲۷) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې.
يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۶/۲۷) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.