د نوي ۱۴۰۰ لمريز کال د پيلېدو په اړه د ټولګټو وزارت د مبارکۍ پيغام!

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۱۹:۲۲
د نوي کال د پيلېدو په اړه د ټولګټو وزارت د مبارکۍ پيغام!

یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ یَا مُدَبِّرَ اللَّیْلِ وَ النَّهَارِ یَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَی أَحْسَنِ الْحَالِ

د ټولګټو وزارت رهبري او ټول کارمندان د نوي ۱۴۰۰ لمريز کال د راتګ له امله د افغانستان ټول نجيب ملت ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.

د وزارت رهبري د سپېڅلي رب له دربار څخه په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ غوښتنه کوي، تر څو په  بشپړه سوله ييزه فضاء کې د هېواد آبادۍ، ځان بسياينې، اقتصادي ودې او ټولنيز سمون دپاره ګډې هڅې وکړو.

ټولګټو وزارت د خپل وظيفوي مکلفيت له مخې دې ته ژمن دی چې د نوي کال له پيل او د هوا له ښه کېدو سره سم د بنسټيزو بدلونونو او رغنيزو پروژو د تطبيق چارو ته دوام ورکړي او په دې سره نه يوازې د هېواد ډېرې سيمې په خپل منځ کې سره وصل کړي، بلکې زرګونه هېوادوالو ته د کارموندنې او سوداګريزو چارو د غوړېدا زمينې هم برابرې کړې.

درنو هېوادوالو! راځئ چې نوی ۱۴۰۰ لمريز کال د يو ټولنيز قرارداد په توګه پر دغه دوه طرفه تعهد پيل کړو چې: له دې وروسته به په ګډه د ټولو هغو سړکونو ساتنه او د کار څارنه کوو، چې د دغه وزارت لخوا بشپړې شوې او يا د تطبيق په حال کې دي.

انجينر نجيب الله يمين
 د ټولګټو وزير

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۴۳
Background image

په کنړ ولایت کې د غازي آباد – ناړۍ د څه باندې ۱۴ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۴۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د نښلوونکي څه باندې ۱۴ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۴۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ والي الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

BACK TO NEWS