د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۱:۲۴
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.

دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او باروړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته تګ کولای شي.

بدخشان:
د شغنان او درواز ولسوالیو لار د واورې او د نسي، شکي، مایمي، کوف آب او خواهان ولسوالیو لار د غر ښویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ بندې دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د پاکولو کار جریان لري. 

همدارنګه، په غور ولایت کې د بند بکک کوتل چې د ورستۍ واورې له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوی و؛  د یاد ولایت ټولګټو ریاست لخوا بند پاته مسافران ژغورل شوې او د یاد مسیر له واورو څخه پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرا نیستل شو.

یادونې وړده، چې د هیواد نورې ټولې لویې لارې او نښلونکي سړکونه د ترافیکو پر مخ پرانیستې دي او تر دا مهاله کوم ترافیکي خنډ شتون نه لري. 

د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونو شته ماشینري او اړوند پرسونل د هیواد په بېلابېلو برخو کې د ورستیو اورښتونو د پاتې شونو په پاک کاري بوخت دياو ویجاړو برخو په ترمیم بوخت دي.
 

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۸
Background image

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ۳۱.۶ کیلومتره ټولیز اوږدوالي په لرلو سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې دا مهال په چټکۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۱۱مې څخه تر۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰۰۶۳ټنه، د آقینې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

BACK TO NEWS