د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګونو لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي. غزني: د غزني – جغتو ولسوالۍ سړک، چې د ورستۍ واورې له امله په مومند کوتل کې بند شوی و، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. زابل: د زابل ولایت ټولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ لخوا د دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند، مکرک او باوړي سیمو کې د ورستیو اورښتونو له امله د ویجاړو پلګوټو او سړک د ترمیم کار جریان لري. کونړ: د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ لار، په تري سېمه کې تیره شپه دغره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوي وه، چې د د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه. د یادونې وړ ده، چې د هیواد نور ټول سړکونه او لویې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او تر دامهاله کوم ترانسپورتي خنډ شتون نه لري.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

...

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د قرارداد د پریکړې په هکله عامه خبرتیا

د تدارکاتو د قانون د درې څلویښتمې مادې او (۲) فقرې له مخې ټولوخلګو  ته خبر ورکول کیږی، د ټولګټو  وزارت په پام کې لري چې د کابل-کندهار پر لویه لار (د زابل ولایت د قلات ولسوالۍ) په (۷۰ . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

د کابل - جلال آباد لویه بار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده

د کابل - جلال آباد لويه لار  د درونټې په سیمه کې د غر ښويېدنې له امله په مؤقتي توګه بنده شوې وه. 
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت تخنیکي او عملیاتي . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۰:۱
Background image

د ټولګټو وزارت د بشري منابع ریاست خبرتیا!

د ټولګټو وزارت د بشري منابع ریاست خبرتیا!

Back to announcements