د هېواد دلویو لارو د نن ورځې وضعیت

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۵۹
د هېواد دلویو لارو د نن ورځې وضعیت

 د سالنګونو لویه لار: په سالنګونو کې د واورې اورښت جریان لري یاده لویه لار دباروړونکو موټرو پرمخ بنده ده او مسافر وړونکي موټر د ځنځیر (چین) په تړلو سره د دواړو لورو تګ را تګ کولای شي.
همدارنګه د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست پرسونل او ماشینري زیان منونکې نقطې د واورې له شتون څخه پاکوي.
بامیان:آسمان وریځ دی د واورې اورښت دامهال جریان لري او د شاطو کوتل لاره په موقت ډول د ترافیکو پرمخ بنده ده.
فراه: آسمان وریځ دی، د پرچمن ولسوالۍ لار د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ بنده ده او د بارا د اورښت اټکل هم شته.
سرپل: آسمان وریځ دی، یوازې د قم کوتل لاره چې بلخ آب د سرپل سره وصلوي د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ بنده ده. 
همدا راز په کابل،لوګر، میدان وردګ، پروان،پنجشیر، بد خشان، دایکندي، زابل، پکتیا، خوست، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د واورې او باران اورښت جریان لري.
د یادونې وړده، چې د هیواد نورې لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي.
 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS