د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله رسوبي مواد د سړک سطحې ته را پورته شوي دي، چې دا مهال یې پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۸:۵۰
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله رسوبي مواد د سړک سطحې ته را پورته شوي دي، چې دا مهال یې پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت رهبري په بغلان ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله چې ګڼ شمېر هېواد وال پکې په شهادت رسېدلي دي خواشیني څرګندوي او د الله ( ج ) د ستر دربار څخه شهیدانو ته د برین ( جنت )، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او د کورنۍ لپاره یې د جميل صبر غوښتنه کوي.
همدارنګه د ټولګټو وزرات سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د بغلان ولایت د ټولګټو ریاست په کاري ټیم او ماشینرۍ سربېره د کندز او سمنګان ولایتونو او سالنگونو د ساتنې او څارنې ریاستونو پرسونل او ماشینري هم د بغلان ولایت د سېلاب ځپلو خلکو سره د همکارۍ او د یاد ولایت د لارو د پاکولو په موخه سیمې ته لیږلي دي او د اړتیا په صورت کې به د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست کاري ټیم او ماشینري هم سیمې ته ولېږدوي.
دغه راز ټولګتو وزارت تل هڅه کوي چې په هر حالت کې د هېوادوالو د سر او مال په خوندي ساتلو او ژغورلو کې نه ستړې کېدونکې همکاري وکړي.
د یاد ونې وړ ده، چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په بغلان، غور، سرپل، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې رسوبي مواد د سړک سطحې ته راپورته شوي دي، چې خلک يې د تګ راتګ پر مهال له ترافیکي ستونزو سره مخ کړي دي، دا مهال یې پاک کاري د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د شته پرسونل او ماشینرۍ پرمټ په چټکۍ سره جریان لري

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS