د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوي دي؛ د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه یې د پاکولو او پرانیستلو لپاره بشپړ چمتو والی لري.

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۳:۵۸
د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوي دي؛ د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه یې د پاکولو او پرانیستلو لپاره بشپړ چمتو والی لري.

سالنګونه: په سالنګونو کې د واورې اورښت جریان لري او یاده لویه لار تیره شپه د واورې تيز اورښت ، طوفان او دلید ساحې محدودیت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوې ده او دا مهال د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل له لوري د یادې لویې لارې د پاک کارۍ چارې جریان لري؛ تر څو دغه لویه لار دواړو خواوو ته د بند پاتي مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیزي او له درنو هیوادوالو او موټر چلوونکو څخه هیله کیږي، چې پر یاده لویه لار دې د هوا تر ښه کیدو او د لارې تر بشپړو پرانیستل کیدو پورې دې له سره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

غور: په غور ولایت کې د واورې تیز اورښت جریان لري او په یاد ولایت کې د غور- کابل، غور- هرات او د غوک او بند بایان مسیرونه د واورې د اورښت له امله موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

غزني: د غزني ولايت د مالستان، کوهستان، اجرستان او ناور ولسواليو نښلونکي سړکونه د واورې د تيز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.

بامیان: د واورې تیز اورښت او طوفانونو له امله د بامیان ولایت د قوناق، شاتو، اقرباط، او حاجیګک کوتلونو د پنجاب – آبقول کرمان، د دهن سیاه او پنجناب ولسوالیو مسیرونه په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

دایکندي: په دایکندي ولایت کې د نیلي – قوناق، نیلي – خدیر او نیلي – ګیتي مسیرونه د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.

فاریاب: د کوهستان ولسوالۍ مسیر د تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

دغه راز؛ په میدان وردګ ولایت کې د حاجیګک کوتل او بهسودو ولسوالۍ او په سرپل ولایت کې د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پر مخ موقتاً تړل شوي دي.

د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې د اوریدو پر وخت د هېواد ټول نښلونکې مسيرونه او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانيستي وساتي.

همدارنګه: په تخار، بدخشان، پنجشیر، کابل، ارزګان، کندز، نورستان او سمنګان ولايتونو کې هم د واورې تيز اورښت جريان لري، چې د ټولګټو وزارت د اړوند ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له  لوري یې د واورې پاکولو کار جریان لري، چې یو شمېر مسیرونه به د ورځې په جریان کې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
 

...

3 اونی 2 ورځې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د دشت ارچي – کندز سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د کندز ولايت اړوند د دشت ارچي – کندز سړک، چې ځینې برخې یې پخوا بشپړې شوې وې او د پاتې ۱۹.۶ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې یې د څه باندې ۴۹۸.۶ ميليونه افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د مقر – ناوې ۲۰.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۴۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري په غزني ولایت کې د مقر – ناوې سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۴۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني ولایت د والي محترم الحاج ملا عبدالصمد جاوید، د یاد ولایت د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS