د ټولګټو سرپرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د فراه له قومي مشرانو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۳۳
د ټولګټو سرپرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د فراه له قومي مشرانو سره وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د فراه ولايت مقام په استازيتوب د قومونو او قبایلو چارو رئیس، الحاج مولوي تاج الدین منصور او ددغه ولایت د لسو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دغه قومي مشران او مخور، چې د یاد ولایت د خلکو د ستونزو د حل په موخه مرکز کابل ته راغلي وو، خپلې ستونزې او غوښتنې یې د ټولګټو وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

دوی د فراه ولایت د اساسي پروژو پر ځنډ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پر کمښت اندېښنه وښوده او خپلې عمده ستونزې یې وړاندې کړې. لکه: د شیخ ابو نصر فراهي بندر سړک، د عمومي شاهراه، پرچمن او بکواه ولسواليو د سړکانو نشتون، چې د قومي مشرانو غوښتنې وې ترڅو ددې ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وشي.

د ټولګټو وزارت وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د قومي مشرانو او مخورو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته وويل، چې فراه ولايت ته د خپل سفر پرمهال يې د ياد پروژې چارې له نږدې کتلي دي او د قراردادي شرکت، بهرنيو چارو وزارت او د ډيپلوماټيکي لارې د ايران هيواد سره هم موضوع شريکه شوې ده.

نوموړي قومي مشرانو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو د زحمت او راتګ پخاطر به يادې غوښتنې او وړانديزونه د ا.ا.ا د مشرتابه له مقام سره هم شریک کړي.

هغه زیاته کړه، چې حکومت د ولس هوساینې ته ژمن دی او د اساسي پروژو د عملي کولو لپاره به لازم اقدامات او ګړندۍ هڅې ترسره شي

...

2 کلونه 2 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او يو تړون لاسليک شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي ټرانسپورټي شبکې د همغږي کولو، د دوه اړخيزه همکاريو د پراختيا، د انتقالاتو د زياتوالي او سوداګرو ته د آسانتياوو رامنځته کولو په موخه د تورغونډۍ بندر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

دسرطان میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۳۹۳۲۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سرطان مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۳۲۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۸۶۱۸۷ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۳۷۷. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې، نن شنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو په شتون کې له. . .

BACK TO NEWS