د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د ولسمشر له استازي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۲۱
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د ولسمشر له استازي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ايران هيواد ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد هيواد د ولسمشر له استازي محترم حسن کاظمي قمي او د اوسپنې پټلۍ د پراختيا اړوند د ايراني شرکتونو له مسوولينو سره وکتل.

د ايران هيواد د ولسمشر له استازي سره په ليدنه کې د خواف-هرات د دريمې قطعې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي، له ياد مسير څخه د ايران هيواد پر خاص ملاتړ، د سوداګرۍ او ټرانزيټ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه کچه د افغانستان له لارې د نويو مسيرونو پر ايجادولو او نښلولو او د دوه اړخيزه ريلي همکاريو پر موثريت خبرې او ټينګار وشو. 

دغه راز د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د ايران هيواد د ټرانسپورټي بنسټونو د جوړولو او پراختيا شرکت له اجرائيوي رئيس سره وکتل.

په دغه ليدنه کې په افغانستان کې ترلاس لاندې ريلي پروژو د رشد؛ په ځانګړي ډول د (هرات-نيمروز)، (نيمروز-کندهار) او چابهار ريلي پروژو پر پراختيا مفصل بحثونه ترسره شول.

په دغه کتنه کې ايراني لورې وويل، چې ايراني شرکتونه د يادو ريلي پروژو د احداث په برخه کې پانګونې او په تخنيکي برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي او افغانستان کولای سي، چې د ريلي پروژو په برخه کې د ايران هيواد له مهندسۍ څخه، چې په برخه کې کافي تجربه لري؛ ګټه واخلي.

همداراز د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د شپږو ريلي شرکتونو له مسوولينو سره، چې په ريلي حوزه کې فعاليت لري؛ ليدنې وکړې.

ياد شپږ شرکتونه چې د اوسپنې پټلۍ په بېلابېلو برخو (د ريل پټلۍ په توليد، احداث. ګټې اخيستنې او ساتنې او څارنې کې فعاليت کوي؛ ژمنې وکړې، چې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې د معياري کېدو او پراختيا په برخه کې به لازمې همکارۍ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوی په رسمي سفر ايران ته تللی، ترڅو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره د سيمه ييزو هيوادونو همکارۍ او پاملرنه راجلب کړي.
 

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

په ثور مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۴۷۰۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۲۱۱۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د منځني ختیځ هیوادونو د سیمه ییزې ریل پټلۍ ټولنې پنځه دېرشمه غونډه په ایران کې ترسره شوه

 د منځني ختیځ د اوسپنې پټلۍ ټولنې د سیمه ییز فورم (UIC RAME) پنځه دېرشمه غونډه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د غړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو او د اوسپنیزې کرښې د نړیوالې اتحادیې د. . .

BACK TO NEWS