د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل، چې په کابل کې د قزاقستان سفیر محترم گزیز اکباسوف او د ټولګټو وزارت یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود، په دغه لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.
په دې لیدنه کې د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو د نښلولو، د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنیزو کرښو د عملي چارو د پيل په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه دواړو لورو ترمنځ د تورغونډۍ–هرات اوسپنې پټلۍ د رغونې په تړاو بحثونه ترسره شول، د یادې اوسپنیزې کرښې د پانګونې تفاهملیک څه موده وړاندې د قزاقستان هېواد له لوري د ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی وو، دا مهال د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو لخوا د یادې پروژې په تړاو د یوه چارچوبي هوکړه لیک پر سر خبرې جریان لري او د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به یې عملي چارې رسماً پیل شي.
د لیدنې په پای کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ترانسپورت او اوسپنې پټلۍ وزیرانو او مرستیالانو ترمنځ ناسته ترسره شي، څو د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ مسیرونو د عملي چارو د پیل او تطبیق څرنګوالی وڅېړل شي.
