د ټولګټو وزارت د لویو لارو د خلاصون لپاره بشپړ چمتوالی لری

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۲۷
د ټولګټو وزارت د لویو لارو د خلاصون لپاره بشپړ چمتوالی لری

د هېواد د لويو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعيت په لاندې ډول دی:
سالنګونه: د سالنګونو لویه لار  تیر شپه  د واورې تيز اورښت ، طوفان او دلید ساحې محدودیت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چی نن ورځ  ۱۱:۳۰  بجو مخکې له غرمې ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې د رياست د پرسونل په نه ستړيکېدونکو هلو ځلو سره  د کوچنیو مسافروړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه ،او د یادې لویې لارې د پاک کارۍ چارې ترڅو د نورو وسايطو پر‌مخ هم پرانيستل شئ هم جریان لري.
سرپل : نن ورځ په سرپل ولایت کې د واورې اورښت جريان لري د البدر ولسوالۍ مسیر د واورې تیز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی ،همدارنګه د یاد ولایت د ټولګټو ریاست په نه ستړيکېدونکو هڅو د قم کوتل مسير د ترافیکو پرمخ خلاص او پاککاری شوی ده .
فاریاب : په یاد ولایت کې د واورې اورښت جريان لري د میمنی جغلی مسیر چی د کوهستان والسوالی لار  ده  د واورې د تېز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی ده .
غور: په یاد ولایت کې د واورې اورښت جریان لری چی ځینې مسیرونه په یاد ولایت کې د ترافیکو پرمخ  تړل شوی دې.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته امر کړی، چې د واورې د اورښت پرمهال دې ولایتي ریاستونه او قراردادي شرکتونه د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ په موخه لویو لارو او سړکونو ته جدي پاملرنه وکړي او یاد مسیرونه دې له واورو څخه پاک کاري کړي او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستي وساتي.
د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې د اوریدو پر وخت د هېواد ټول نښلونکې مسيرونه او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانيستي وساتي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS