د ټولګټو وزارت د مهمو لاسته راوړنو او فعاليتونو په هکله مطبوعاتي کنفرانس دایر او د افغانستان د حلقوي سړک د یوې برخې د رغونې قرارداد لاس لیک شو

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۴۳
لاسته راوړنې

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لوري د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د وروستيو فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په تړاو مفصل راپور د حکومت د مطبوعاتو او رسنیو په مرکز کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو او ګډونوالو سره شريک او د افغانستان حلقوي سړک د یوې برخې د رغونې قرارداد دټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ لاس لیک شو.
یاد کنفرانس د قران العظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح  د یاد وزارت د روان کال د یوشمېر مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

لاسته راوړنې


د یاد وزارت تخنیکي مرستیال د خپلو خبرو پرمهال و ویل: ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د ۴۳۰ کیلومتره سړک د دوو لایو آسفالټ، د سالنګونو لویې لارې د سږ کال د پلان شویو برخو کار بشپړ کړی دی او د کندهار – ارزګان د ۱۰۸ کیلومتره عمومي سړک څخه د ۳۹.۶ کیلومتره سړک د رغونې کار او د کابل – هرات لویې لارې په اوږدو کې د ۱۴محرابه مسجدونو د رغونې په پروژو سربېره د زیات شمېر نورو پروژو کار هم پیل کړی دی، چې د ځینو چارې یې بشپړې شوې دي او د یو شمېر نورو پروژو کار به په راتلونکي کال کې بشپړ شي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې ټولګټو وزارت په روان کال کې د کابل – غزني دویم لین سړک، د کابل – جلال آباد دویم لین سړک، د میدان وردک – لوګر نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي او د هرات – کندهار د ۷۳۷.۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ۵ برخو د تفصیلي ډیزاین چارې له پنځو شرکتونو سره د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړي دي.

لاسته راوړنې


دغه راز د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس هم د ټولګټو وزارت د لاسته راوړونو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ټولګټو وزارت سږ کال د ژمي په موسم کې د څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري، چې یاد سړکونه د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له لوري پاک کاري کیږي او د یاد وزارت د یو شمېر ساتنې او څارنې له پروژو څخه یې هم یادونه وکړه.
 نومړي د حيرتان-مزارشريف اوسپنیزې کرښې مسير د ترميماتي چارو، د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د (۵۰) کیلومتره په اوږدوالي د بشپړیدو او د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې رغنيزې چارې د جریان او کاري پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د روان ۱۴۰۳ هـ.ش. کال له حمل مياشتې څخه تر جدي مياشتې پورې، چې ټولټال (۱۰) مياشتې کيږي؛ د اوسپنې پټلۍ د څلورو مسيرونو (حيرتان، آقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات له لارې شاوخوا (۳.۵) ميليونه مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. 
د کنفرانس په پای کې د قیصار- لامان حلقوي سړک چې ۲۳۳ کیلو متره اوږدوالی لري او په پنځو برخو ( سکشنونو ) ویشل شوی، دا مهال یې د پنځم سکشن  چې ۶۱ کیلو متره اوږد والی لري د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې کار د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د پروان ولایت د کرومایتو کان په بدل کې د نورزي کانفیدنس سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره قرارداد شو او د قرارداد لمخې به یې کار پیل شي.

...

10 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د اوسپنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل پروان د دویم لین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د قوشتپې–درزاب سړک د جوړولو چارې په درېیو برخو کې روانې دي

د قوشتپې–درزاب سړک، چې ۵۱ کیلومتره ټولیز اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ډیزاین‌بلټ  په بڼه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS