د ټولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې دملاعلي پُل د بیارغونې چارې پیل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۳:۴۹
د ټواګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې دملاعلي  پُل د بیارغونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت اړوند د خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د ملاعلي پُل چې څه موده وړاندې د سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، دا مهال یې د بیا رغونې چارې د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست محترم رئیس او یو شمیر سیمه ییزو مسؤلانو په شتون کې پیل شوې.
دغه پل چې ۳۶ متره اوږد والی او ۶.۲ متره پلنوالی لرې چې د بیا رغونې چارې یې د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتورسره قرارداد شوې دي.

یاد پل د ورستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې په بیا رغونې سره به یې د خلکو شته ستونزې ترډیره حده کمې شي.

د سیمې خلک د یادې پروژېې پرتطبیق خوښي څرکندوي او وایې:  د ا.ا.ا په راتګ سره د دغې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله ډیرې کمې شوي دي او د دا ډول نورو پروژو د تطبیق غوښتنه هم کوي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنې پټلۍ په رغونه او بیارغونې سره درنو هېواد والو ته بشپړې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
 

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS