د ټولګټو وزارت له لوري په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې د روان کال په پلان کې شاملې دي
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د ساتنې او څارنې او ترمیم په موخه په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰ ترمیماتي پروژو چارې، د ۱ ملیارد او ۴۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د روان کال په پلان کې شاملې کړې دي.
د یادو پروژو څخه یو شمېر ترکار لاندې دي او ځینې نورې د ټولګټو وزارت په مرکز او ولایتي ریاستونو کې په تخنیکي او تدارکاتي مراحلو کې دي.
دغه پروژې د هېواد د ترانسپورتي زیربناوو د ساتنې او د سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دېوالونو د تخریب او ویجاړېدو د مخنیوي په موخه عملي کېږي.
په یادو ترمیماتي پروژو کې د لویو لارو او سړکونو د تخریب شویو برخو ترمیم، د سړکونو داغګیري، د پلونو او پلګوټو ترمیم، ساتنه او څارنه، د استنادي دېوالونو رغول او نورې اړوندې چارې شاملې دي.
د ټولګټو وزارت ژمن دی، چې د ترمیماتي پروژو په پلي کولو سره د هېواد د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او استنادي دیوالونو دوامداره څارنه او ساتنه تر سره کړي.
