د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال د پکتیا له قومي مشرانو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۰ - ۹:۴۲
د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال د پکتیا له قومي مشرانو سره وکتل

د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم ملا بخت الرحمن شرافت د پکتیا ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې وکتل، چې د دې وزارت د مقام د دفتر رئیس محترم مفتي امیر عبدالله هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت یو شمیر قومي مشرانو لومړی د ا.ا.ا د بریا مبارکي وویله او د پکتیا ولایت د سړکونو او پلونو په برخه کې یې خپلي ستونزې شریکې کړې او د ټولګټو وزارت د بشپړې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

یادو قومي مشرانو همدارنګه د ټولګټو وزارت له لوري د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د ایوخیلو قوم په اړوند سیمه کې د نوې سړک د رغولو لپاره د بدیل مسیر غوښتنه وکړه، زیاته یې کړه، چې پر یاد مسیر د سیمې د خلکو شخصي ملکیتونه او استوګنیز کورونه شتون لري.

د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم ملا بخت الرحمن شرافت د پکتیا ولایت قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او د پکتیا ولایت لپاره یې د ټولګټو وزارت د راتلونکي پلانونو په اړه خبرې وکړې هغه همدارنګه د یادو قومي مشرانو ستونزې واوریدلی او ډاډ یې ورکړ چې، د یاد سړک د بدیل مسیر لپاره به د وزارت له رهبري او د ا.ا.ا له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

BACK TO NEWS