د ټولګټو وزيرد کاپيسا قومي له  مشرانو سره د سړکونو د پروژو په اړه له  ليدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۳:۱۳
د ټولګټو وزيرد کاپيسا قومي له  مشرانو سره د سړکونو د پروژو په اړه له  ليدنه وکړه

 
د کاپيسا ولايت يو شمېر قومي مشرانو د ټولګټو وزارت له وزیر انجنیر نجیب الله یمین سره د نوموړي د کار په دفتر کې ليدنه وکړه چې د هغه ولايت د ځينو سړکونو د رغونې او بيا رغونې پر غوښتنو متمرکزه وه.
په دغه ليدنه کې له قومي مشرانو سره يو ځای په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولايت استازي میرحیدر افضلي هم برخه درلوده.
د ناستې په پیل کې راغلیو مشرانو د سړکونو او پلونو په برخه کې د ياد ولايت د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ټولګټو وازت له رهبرۍ سره مخامخ شريک کړل. هغوی د کاپيسا ولايت له صيادو پل څخه تر مرکز محمودراقي پورې د غځېدلي سړک د جوړولو غوښتنه وکړه او زياتوله يې چې د ياد سړک په جوړېدو سره به د کاپيساوالو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ټولګټو وزارت وزير انجينر نجيب الله يمين هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ډاډ ورکړ چې اکثره ستونزو او غوښتنو ته به يې رسيده ګي کوي. نوموړي له راغلو مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د صيادو پله څخه تر مرکز محمودراقي پورې د غځېدلي سړک په اوږدو کې د شته اجتماعي ستونزو په هواري کې ورسره همکاري وکړي، تر څو د ياد سړک جوړولو ته زمينه مساعده شي.
ښاغلي يمين زياته کړه: د هېواد په کچه د ټولو سړکونو جوړول زموږ په اوسنيو او راتلونکو کاري پلانونو کې ځای لري، خو موږ په خپل کاري ماموريت کې د پروژو ټاکنه، مهالوېش او تطبيق د ټولنيز عدالت او ملي لومړيتوبونو له مخې تنظيموو.

 ټولګټو وزارت ـــ کابل


د کب ۲۸مه، ۱۳۹۹

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

BACK TO NEWS