د کابل _ جلال آباد دویم لین سړک سروې د نا امنیو له کبله درېدلې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۰:۵۱
د کابل _ جلال آباد دویم لین سړک سروې د نا امنیو له کبله درېدلې

د کابل - جلال آباد دویم لین سړک ټول ټال ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې د رغونې لپاره پر دوو برخو وېشل شوی دی
لومړۍ برخه یې د کابل له بګراميو څخه تر څپرې پورې ( ۵۰ ) کیلو متره او دویمه برخه یې د څپرې څخه  تر سُرخ رود پورې (۱۰۰ ) کیلو متره اوږدوالی لري چې له ډلې څخه یې د لومړۍ برخې ۳۲ کیلو متره او د دویمې برخې ۳۳ کیلو متره سړک بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی
د پاته ۸۵ کیلو متره سړک د رغولو لپاره د آسیا پراختیايی بانک له خوا په ۲۰۱۲ کال کې ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي خو تر اوسه هم د دې سړک د استملاک چارې نه وې بشپړې شوې او تر هغه به ټولګټو وزارت ته د دې سړک لپاره ځانګړې شوې پیسې ورنه کړل شي چې د سړک پر مسير د استملاک  چارې بشپړې نشي
ټولګټو وزارت د ۱۳۹۹ کال د دلوې میاشتې پر ۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د مقام، سیمه ییزو شوراګانو او قومي مشرانو په بشپړې همغږۍ سره سیمې ته پنځه تخینکي ټیمونه د سروې او استملاکي چارو لپاره واستول او هماغه مهال یې په سیمه کې کار پیل کړ
دې تخینکي ټیمونو د پاته ۸۵ کیلو متره سړک د لومړۍ برخې ( شاوخوا ۲۳ کیلو متره) تخنیکي سروې بشپړه کړه خو استملاکي چارې یې لا بشپړې شوې نه وې چې امنیتي ستونزې یې پر وړاندې زیاتې او د ننګرهار ولایت مقام او محلي خلکو د نه همکاری له کبله یې شاوخوا درې اونۍ وړاندې چارې ودرول شوې
دغو ستونزو ته په کتو سره که په سیمه کې امنیتي ننګونې رفعه او بشپړه همغږي را منځته نه شي نو د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیمونه نشي کولی چې د سروې او استملاک پاته چارې بشپړې کړي
که د سیمې خلک او سیمه ییزه اداره د استملاک په چټکتیا او امنیتي خونديتوب کې مرسته ونه کړي نو ښایي بانک د یادو پیسو له ورکړې لاس په سر شي

...

11 ساعتونه 56 minutes ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۳:۲۲
Background image

لوګر: د خوښي – ازري ۴۵ کیلومتره سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري:

د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او تخنیکي پرسونل پر مټ د دغه ولایت د خوښي – ازري سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري.

دا سړک، چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د یاد ولایت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت د کلني پلانونو د تطبیق په موخه د ظرفیت لوړونې ۱۰ ورځنی سیمینار تر سره شو

د ټولګټو وزارت د کلني پلانونو د تطبیق او د ریاست الوزرأ د عالي مقام حکم د اجرأ په موخه د دغه وزارت د کارکوونکو او مفتشینو د ظرفیتونو لوړولو په موخه ۱۰ ورځنی سیمینار جوړ شو.

په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د ټولګټو وزارت د یو شمیر ولایتي ریاستونو ورځني فعالیتونه

هیوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ټولګټو وزارت ټول ولایتي ریاستونه له شته ماشینري او اړوند تخنیکي پرسونل څخه په ګټې اخیستلو سره هره ورځ د هیواد په بیلابیلو برخو. . .

BACK TO NEWS