د کابل - جلال آباد لویه بار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده
![د کابل - جلال آباد لویه بار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده](/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-27_at_18.15.57_d8b72fc8_2.jpg)
د کابل - جلال آباد لويه لار د درونټې په سیمه کې د غر ښويېدنې له امله په مؤقتي توګه بنده شوې وه.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت تخنیکي او عملیاتي ټيمونو ته هم مهاله لارښوونه وکړه چې یاده لویه لار دي ژر تر ژره پاک کاري او د ترافيکو د تګ راتګ پرمخ پرانيزي، له نيکه مرغه دا مهال ياده لويه لار د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.
د يادونې وړ ده، چې په ياده غر ښويېدنې کې دوه کورلا ډوله مسافر وړونکې موټر تخريب شوي او ځاني تلفات هم له ځان سره لري