د کابل ـ جلال آباد لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه 

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳ - ۱۰:۴۹
د کابل ـ جلال آباد لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه 

 

د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست د تخنیکي پرسونل په هڅو د کابل ـ جلال آباد لویه لار د تېري شپې په ٢ بجې د موټرو د تګ راتګ پرمخ بیرته پرانیستل شوه.

دا لویه لار، د شدید باران، سیلاب راوتلو او پلګوټو د تخریب له کبله له پرون ورځې راهیسې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بنده شوې وه، چې دا مهال پرانیستي ده او هیوادوال کولی شي چې تګ راتګ پرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا لویه لار د ترافیکي سونزې د حل په موخه په موقت ډول ترمیم او پرانیستل شوې، ټولګټو وزارت پلان لري چې ورسته دا لویه لار په اساسي ډول ترمیم کړي.

 
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په یاد ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر. . .

BACK TO NEWS