د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د ۱.۸ کیلومتره سړک رغنیز کار ۶۵ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۱:۳۵
د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د ۱.۸ کیلومتره سړک رغنیز کار ۶۵ سلنه پرمختګ لري

دا اسفالټي سړک چې ۱.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اړوند په نجات شهرک کې جوړیږي چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۶۵ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک دا پروژه د ټولګتو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت تر منځ تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې خلکو ته ګڼې کاري ورځې رامنځته شوي او د چارو له بشپړیدو سره به یې، د کابل ښار د اولسمې ناحیې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS