د کابل کندهار لویې لارې اړوند د شپږ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري
ټولګټو وزارت تیر کال د کندهار ولایت اړوند په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې چې دا مهال یې د ٪۷۹ سلنه کاري پرمختګ سره ودانیزې چارې جریان لري.
همدارنګه؛ یاد وزارت د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ۵ محرابه مسجدونو (په میدان وردګو ولایت کې د سید آباد ولسوالۍ مسجد، په غزني ولایت کې د اندړو ولسوالۍ مسجد، په غزني ولایت کې د آب بند ولسوالۍ مسجد په زابل ولایت کې د شاجوی ولسوالۍ مسجد او په یاد ولایت کې د مرکز قلات اړوند مسجد) رغنیزې چارې له بېلابېلو خصوصي شرکتونو سره قرارداد کړې وې چې دا مهال یې د فزیکي پرمختګ سره د رغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري.
د یادونې وړ ده، چې کندهار – هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه نورو مسجدونو د تدارکاتي او تخنیکي چارې بشپړې چوې دي او عملي کار به یې په نږدې ورځو کې پيل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي چې د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنه ( ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي) لمونځ کوي.
د لړم ۲۲ مه د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر