د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۹:۵۷
د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

د کابل ښار د کمپنۍ له پُل څخه د میدان ښار په لور د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم ( قیرریزي ) چارې د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال سید ادریس میر، د کابل ولایت د ټولګټو رئیس مفتي محمد هارون او د دې وزارت یو شمیر تخنیکي رئیسانو په شتون کې رسماً د پټۍ په پرې کولو سره پیل کړې.

 د ټولګټو وزارت سرپرست تخنیکي مرستیال د دې پروژې د پیل په مراسیمو کې وویل: د ا. ا. امــــارت د ټولګټو وزارت هغو سړکونو او پلونو ترمیم ته لومړيتوب ورکوي چې ‌ډیري برخې یې تخریب شوي دي او د خلکو په تګ راتګ کې یې ستونزې رامنځته کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د کابل – میدان ښار ۸ کیلومتره سړک اساسي ترمیم (قیرریزي) د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او هیواد نګین خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی چې کار به یې په راتلونکي ۳۵ ورځو کې بشپړ شي.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال همدارنګه وویل: د ا. ا. امــــارت له لوري د زابل – میدان وردګو لویې لارې میلینګ کاري او ترمیم، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره ترمیم او د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د دریو لویو پلونو د ترمیم چارې له وړاندې پیل کړي وې چې دا مهال یې کار دوام لري او د سړکونو د ترمیم او بیارغونې دا لړۍ به د هیواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

ورپسې د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې معینیت مشاور حافظ منور خبرې وکړې ویي ویل: د ساتنې او څارنې معینیت له خوا د سړکونو ټولي هغه برخې چې د خلکو په تګ راتګ او د ژمي په موسم کې یې ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړي، د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د ټولګټو وزارت له لوري اساسي پلانونه نیول شوي.

هغه زیاته کړه چې د کابل – میدان ښار سړک ټولټال ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې له ډلي یې د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې نن پیل شوې او پاته ۱۶ کیلومتره په تخنیکي پړاونو کې دی چې راتلونکي کې به یې عملي کار پیل شي.

په پای کې د کابل ولایت د ټولګټو رئیس مفتي محمد هارون خبرې وکړي او په ټاکلي وخت، غوره کیفیت، د تخنیکي مشخصاتو مطابق د پروژې له پلي کیدو څخه ډاډ څرګند کړ او د سیمې له خلکو څخه يې د یادي پروژې په تطبیق کې د مرستې وغوښته.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۰:۳۷
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه

د افغانستان او ازبکستان هیوادونو د اوسپنې پټلۍ د پلاوي ترمنځ پرون په ارګ کې او نن ورځ په ټولګټو وزارت کې ناسته ترسره شوه؛ په دې ناسته کې داړو لورو هوکړه وکړه، چې له مرکزي آسیا څخه سویلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۱۱:۶
Background image

ټولګټو وزارت د کابل ۔ کندهار لویې لارې ترمیماتي سروې پیلوي

د ټولګټو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د کابل ۔ کندهار لویې لارې د ترمیماتي سروې لپاره د دې وزارت له بیلابیلو برخو څخه ٣٢ انجنیران غوره شوي دي، د انجنیرانو یاد ټیم به د افغان صداقت او باختر. . .

شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۲۲:۲۶
Background image

د ټولګټو وزارت دری تنه نوي رئیسان دندو ته ور وپیژندل شول

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د رهبرۍ له لزوم دید سره سم محترم انجنیر عامر یاسر د پروژو د کنترول او کیفیت سرپرست رئیس، محترم مفتي هارون رشید د ادارې او خدماتو سرپرست رئیس، مولوي حمیدالله. . .

BACK TO NEWS