د کار موندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ټولگټو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د تگلارې له مخې کار اهل کار ته دسپارلو دیوې سالمې او مسلکي ادارې د جوړلو او د مسلکي متخصص او وړ کسانو د جذب په موخه د سړکونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند (۴) مسلكي (انجنيري) د (NTA) قراردادي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د اوو (۷) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري په تجربو او شرایطو برابر نوماندان کولای شي د کارموندنې فورمې د ۱۴۰۴/۷/۱۹ نیټې څخه تر ۱۴۰۴/۷/۲۶ پورې د هارډ کاپي په ډول د ټولګټو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه ترلاسه کړي او ياده فورمه وروسته له ډکولو بيرته يادې څانگې ته په حضوري ډول تسليم کړي.