د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ سړک چارې ۲۴ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۱:۴۷
د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ سړک چارې ۲۴ سلنه کاري پرمختګ لري

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ سړک چې د ټولګټو وزارت له لوري په څلورو برخو (حود ، جورغل ، خارج او غچولان دره) کې جوړيږي رغنيزې چارې یې تر دې مهاله ۲۴.۵ سلنه بشپړې شوې دي.

ياد سړک څه باندې ۱۵ کيلومتره اوږدوالی، ۶.۶ متره پلنوالی د ۳۰ او ۷۰ متره په اوږدوالي سره ۲ پايې پلونه او ۱۱۹ پايې پُلګوټي لري چې د جوړلو تړون يې له يوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی او د افغانستان له ملي بودیجې څخه رغول کيږي.

د یاد سړک د رغنېز کار له بشپړېدو سره به څو ولسوالۍ سره ونښلي او دغه راز به په کرهڼه او اقتصادي برخه کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS