د کنړ ــ نورستان لومړۍ برخه سړک د جوړولو کار ۴۲ سلنه بشپړ شوی

mopw_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۹:۳۰
د کنړ ــ نورستان لومړۍ برخه سړک د جوړولو کار ۴۲ سلنه بشپړ شوی

د کنړ ــ نورستان لومړۍ برخه سړک د جوړولو کار ۴۲ سلنه بشپړ شوی

له کنړه تر نورستان پوري د سړک لومړی لاټ چې ۱۱.۷ کیلومتره اوږدوالی لري د څه باندې ۵۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی او د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي.

د دې سړک په بشپړولو سره به د کنړ او نورستان ولایتونو د اوسیدونکو لپاره د تګ راتګ په برخه کې ترانسپورټي اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادوني وړ ده چې د دوهم برخې رغنیزې چارې چې له ۱۰ کیلومتره ډیر اوږدوالی لري، رواني دي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم ۴، ۱۳۹۹

 

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یاد وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۵۶
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي

د ا.ا.ا. د ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې له دوو خصوصي شرکتونو سره د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS