د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۰ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۲:۶
د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۰ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

دا کانکریټي سړک چې۱۰ کیلومتره اوږدوالی او ۴.۸ متره پلنوالی لري، د ټولګټو وزارت له لوري د کونړ ولایت د نرګ ولسولۍ اړوند په بر نرنګ کلي کې جوړېږي.

د سړک د رغیدا یاده پروژه د ټولګټو وزارت او سیمه ییزو شوراګانو تر منځ د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوي او ټول مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي.

ټولګټو وزارت پوره هڅه کوي تر څو د خلکو د ستونزو د حل په موخه ترانسپورتي اسانتیاو رامنځته کړي پر همدې بنسټ د هیواد په لرو پرتو سیمو کې پرختیایي پروژې پلي کوي.

د دې سړک د رغنیز کار له بشپړېدو سره به د نرنګ ولسوالۍ د اوسېدوونکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي او پرمټ به یې د کونړ – ننګرهار له عمومي سړک سره ونښلول شي، دغه راز به د نرنګ ولسوالۍ ګڼو اوسېدوونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS