سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او پالنه يې د هر افغان ملي او ديني وجيبه ده

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۵:۱۸
سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او پالنه يې د هر افغان ملي او ديني وجيبه ده

ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د خلکو د همکارۍ قدرداني کوي

==== 

د میدان وردګو ولایت ځوانانو د دې ولایت اړوند کابل ـ کندهار لویې لارې هغه برخې بیارغوي، چې د وسلوالو مخالفینو له لوري د سړک غاړو ماینونو او له ټاکلي اندازې څخه د ډېر باروړنکو موټرو له لوري ویجاړې شوې وې

د ټولګټو وزارت رهبري د میدان وردګو ولایت د ولسونو له دې کړنې مننه او قدرداني کوي، چې د هیواد په جوړلو کې خپل دیني رسالت او ملي مسؤلیت ادا کوي

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت پلان لري د کابل ـ کندهار لویه لار په پاخه او اساسي ډول ترمیم او بیاورغوي، چې اوس مهال یې د سروي او ډیزاین لومړني کارونه پیل شوي، چې له بشپړيدو سره سم به يې د بیارغونې کار پيل شي

یاد وزارت له ټولو هیوادوالو څخه غواړي، چې د سړکونو، پُلونو او پُلګوټو په ساتنه او بیارغونه کې چې ملي شتمنۍ دي له دې وزارت سره لاس یو کړي

د ټولګټو وزارت ـ رسنیز دفتر

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ غځولو تفاهمنامه لاسلیک شوه

۱۹مه، سرطان ۱۴۰۴
د ا.ا.ا د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره وکتل. د يادې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۰
Background image

ډېر ژر به د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ رغولو يوه تفاهمنامه لاسلیک شي

۱۹مه، سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ياد وزارت د تخنيکي، ساتنې او څارنې د مرستيالانو او يوشمير رئيسانو په شتون کې د قزاقستان هيواد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۱۸
Background image

د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي پرون سه شنبه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين. . .

BACK TO NEWS