لغمان: د ده زیارت پُل د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۰:۲۳
لغمان: د ده زیارت پُل د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

ټولګټو وزارت لخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د ده زیارت پل د ترمیم او بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړي شوې دي. 

دا پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، د سختو سیلابونو له کبله ویجاړ شوی و، چې د سیمې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو. 

د سیمې خلک د ټولګټو وزارت له لوري د دغه پُل په ترمیمولو او بیارغونه خوښ دي، چې د کار له بشپړېدو سره به یې د عمرزیي، غونډۍ، شمکت او ده زیارت سیمو په ګډون د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د لغمان مرکز مهترلام ښار ته به د پخوا په پرتله په اسانه او لنډه لار تګ راتګ وکړي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۴۹
Background image

لغمان: د ده زیارت پُل ګټي اخیستنې ته وسپارل شو

 

ټولګټو وزارت لخوا د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند، د ده زیارت پل د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې او د یو شمیر سیمه ییزو مسؤولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

دا پُل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام سرپرست معرفی شو

 

دټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري د حکم په اساس، مفتي هارون رشید د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام د رئیس په توګه وټاکل شو او د محترم مفتي امیر عبدالله له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۰:۳۸
Background image

اروزګان: د ترینکوټ ـ خاص اروزګان لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

 

د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ تر خاص ولسوالۍ پورې غځېدلی سړک د ورستیو تېزو اورښتونو د پاتې شونو له کبله بنده شوې وه، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري تخنیکي پرسونل او ماشینرۍ څخه. . .

BACK TO NEWS