له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۲:۲۹
له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري

له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري

غوایي ۲۱مه، ۱۴۰۰

دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له بزهای ګُنبد خورد سیمې څخه پیل او د واخان ولسوالۍ تر پای پورې چې کابو د چین هیواد سرحدي نقطې ته رسیږي غځيدلی، د دې سړک رغنیزې چارې ۱۵ سلنه پرمختګ لري.

یاد سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کوريډور برخه جوړوي پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي.

واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې وړاندې تر دې پکې پر یاد لوري د موټرو د تګ راتګ لپاره لار نه وه خو ټولګټو وزارت اوس مهال پکې جغلي لار جوړوي تر څو له چین هېواد سره د نښلېدونکي اسفالټي سړک لپاره بنسټ شي.

دا جغلي سړک چې پرمټ به یې افغانستان او چین هیوادونه سره ونښلي، د څه باندې ۳۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له خوا له ۲۲ سیمه ییزو شوراګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

واخان ولسوالۍ د بدخشان په لوړو څنډو کې پرته ده چې د حوا حالت یې د هیواد له نورو سیمو سره توپیر لري او له همدې کبله یې په ځینو سیمو کې چې سړه هوا او واوره لري کاري چارې ځنډنۍ خو په ځينو نورو کې چې هوا پکې متعدله ده کار جریان لري.

واخان کورېډور به نه یوازې د چین او افغانستان تر منځ لنډه لار وي چې خام مواد او تولیدات به یې له لارې تبادله کیږي بلکه د واخان ملي پارک ته به هم د سیلانیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

BACK TO NEWS