ټولګټو وزارت د فساد د قضيو څېړلو په اړه له لويې څارنوالۍ سره هوکړه وکړه
ټولګټو وزارت د فساد د قضيو څېړلو په اړه له لويې څارنوالۍ سره هوکړه وکړه د ټولګټو وزير انجينر نجیب الله يمين تيره ورځ د لويې څارنوالۍ له سرپرست ذبيح الله کليم سره د فساد اړوند قضیو د څېړنې په اړه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د لويې څارنوالۍ له سرپرست څخه غوښتنه وکړه چې په ټولګټو وزارت کې د فساد د ټولو قضیو څېړولو لپاره باید یو ګډ پلاوی جوړ او پر کار پیل وکړي.
د لیدنې پر مهال هوکړه وشوه چې د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې مخکنۍ او اوسنۍ د فساد اړوند ټولې قضیې باید په جدي او شفاف ډول وڅېړل شې تر څو په فساد ککړ کسان عدلي او قضایې اورګانونه ته ور وپيژندل شې.
د ټولګټو وزارت له سترو موخو څخه یوه هم د فساد پر وړاندې جدي مبارزه ده چې د نوې رهبرۍ له خوا یې مخکې هم په اړه کوټلي ګامونه اخستل شوي دي.
.بايد وويل شې چې ټولګټو وزارت څه موده وړاندي هم ګڼ شمير کارمندان په خپلو دندو کې د ناغيړۍ او فساد په تور له دندو ګوښه او لري کړل چې دا لړۍ لا هم دوام لري