ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ
ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې، نن ورځ دوشنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه وزارت د مسؤولینو له لوري د حکومت د طلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو په شتون کې له ملت سره شریک شو.
په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح او د یاد وزارت ویاند محترم محمد اشرف حق شناس ګډون کړی وو.
د یاد کنفرانس په پیل کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، وویل: د کابل – کندهار لویه لار تېر کال د اساسي بیا رغونې په موخه په ۷ بېلابېلو برخو وېشل شوې وه، چې سږ کال د لا چټک کاري بهیر په موخه په ۱۳ برخو و وېشل شوه او دامهال یې کاري بهیر په چټکۍ سره جریان لري، په دغه لویه لاره کې ټول ټال له ۱۷۰۰ پایو ډیرو پُلګوټو او د ۴۸ پایې لویو پلونو د ترمیم او بیا رغونې کار هم شامل دی، چې د زیات شمېر پلونو او پُلګوټو کار بشپړ شوی دی او پاته نور یې تر کار لاندې دي.
همدارنګه نوموړي و ویل؛ چې د لویو پروژو له ډلې څخه د سالنګونولویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې کار تیر کال له جبل السراج څخه تر دوشي ولسوالۍ پورې په دریو لاټونو کې پیل شوی و، چې د تونل د ننه برخې، ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې او د خنجان – دوشي مسیر د ۵ کیلو متره سړک د اسفالټ اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاته برخو کار یې سږ کال په دریو برخو کې د دریو بېلابېلو شرکتونو سره قرارداد شوی چې دا مهال په چټکۍ سره جریان لري.
دغه محترم فاتح صاحب د وزارت د راتلو نکو پلان شوو پروژو( د قیصار – لامان سړک، کابل – غزني دویم لین سړک، د ۱۵۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د فغانستان حلقوي سړک یوې برخې او د کابل – جلال آباد دویم لین سړک) د اساسي رغونې یادونه هم وکړه، چې له سروې، ډیزاین او مالي لګښت له تمویل وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
محترم فاتح صاحب زیاته کړه؛ د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې معینیت په ۱۴۴۵ هـ.ق کال کې د خواف- هرات د څلورمې قطعې اول فاز او د حیرتان - مزار شریف د ریلي او غیر ریلی برخو اساسي ترمیم پروژې قرارداد کړي دي چې دا مهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري او د خواف - هرات د څلورمې قطعې دویم فاز د رغونې چارې په پلان کې لري.
ورپسې، د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ټولګټو وزارت د تیر کال د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او و یې ویل؛ ټولګټو وزارت په ۱۴۴۵ هـ. ق. کال کې د ۶۰۴.۱ کیلو متره سړک ابتدایي سروې، د ۳۲۱.۶۵ کیلو متره سړک توپو ګرافي سروې، د ۹۷۷.۴ کیلومتره سړک مشاهداتي سروې او د ۲۷ پایې پلونو تخنیکي سروې ترسره کړې ده.
دغه راز یاد وزارت په ۱۴۴۵ هـ. ق. کال کې ۲۷۹.۴۸ کیلومتره سړک دیزاین، ۱۶۰ متره پلونه او ۴ پایې نورو پلونو ترمیماتي ډیزاین بشپړ کړی دی او د شاوخوا ۲۴۴.۸ کیلومتره سړک ډیزاین تر کار لاندې لري چې په اوسط ډول یې ۵۳.۳ سلنه کار بشپړ شوی دی .
دغه راز ټولګټو وزارت په ۱۴۴۵ هـ. ق (۱۴۰۲) کال کې ۱۰۹ د ساتنې او څارنې پروژو کار پیل کړی چې د ۸۵ پروژو کار بشپړ شوی او د پاتې ۲۴ پروژو کار جریان لري، چې د ۱۶۹۸ کیلومتره اسفالټي سړک د ترمیم او داغګیرۍ کار یې بشپړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه؛ چې ټولګټو وزارت تېرې ادارې یو شمېر پروژې لکه؛ د فرخار - ورسج سړک لومړی فاز او لومړۍ برخه ۱۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا د خصوصي سکټور سره قرارداد شوی و او د رغونې چارې یې ۱۰۰٪ بشپړ شوې دي.
په نیمروز ولایت کې د سر شیلې ۳۰۰ متره پل رغنیزې چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د ګریز – زرمت ۱۰ کیلو متره سړک رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او کار یې عملاً جریان لري.
د ګردیز – زرمت دویم سکشن ۱۰ کیلو متره سړک رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي او دامهال یې د بیا رغونې کار جریان لري.
د کابل – لوګر لویې لارې دویم لین ۲۴.۱۵ کیلومتره سړک د رغونې کار له ودانیز او سړک جږړږنې شرکت سره قرارداد شوی دی چې دا مهال د بیارغونې چارې عملاً جریان لري.
همدارنګه د ټولګټو وزارت ویاند د کنفرانس په پای کې و ویل؛ ټولګټو وزارت پلان لري چې دامیر المؤنین حفظ الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه مسجدونه ورغوي، چې دغه مساجد په ۳ جریبه ځمکه کې رغول کیږي او په یو وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کونکو( په جلا توګه ۱۷۰ نارینه لمونځ کونکي او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کونکي) پکې ځایږي.
دغه وزارت روان هـ . ش کال د میدان وردګو ولایت اړوند د سید آباد ولسوالۍ مسجد، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ مسجد، د غرني ولایت د آب بند ولسوالۍ جومات د زابل ولایت د شاجوي ولسوالۍ جومات او د زابل ولایت د قلات ولسوالۍ جومات رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد کړي دي او دغه راز یې تیر کال د کندهار ولایت اړوند په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړې وې چې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
د دغه خبري کنفرانس په پای کې د خبریالانو او رسنیو د استازو پوښتونو ته په تفصیل سره ځواب ورکړل شو.