ټولګټو وزير د کندهار له والي او استازو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۱:۵۴
ټولګټو وزير د کندهار له والي او استازو سره وکتل

د ټولګټو وزير انجنیر نجيب الله يمين په خپل کاري دفتر کې د کندهار له والي روح الله خانزاده او د دې ولايت له استازو سره د کابل- کندهار لويي لارې، کندهار حلقوي سړک او ګڼو نورو پروژو پر سر خبري وکړې.

ښاغلي يمين د هغوی د غوښتنو په ځواب کې وويل؛ د کابل- کندهار د لويې لارې د سروې تخنيکي کارونه عملا پيل شوي چې تر ډیزاين او تدارکاتي پړاونو وروسته به يې رغنيز کار هم پيل شي.

د ټولګټو وزیر ښاغلي نجیب الله یمين همدا شان زیاته کړه چې د کندهار حلقوي سړک رغنيز کار به هم له پلان سره سم پر ټاکلي وخت پیل شي.

روح الله خانزاده ژمنه وکړه چې په کندهار کې به د ټولګټو ریاست اړونده استهلاک شوې ماشینري د يوې ګډې هوکړې له مخې بیرته ترميم کړي چې د سړکونو په ساتنه او څارنه کې ترې ګټه واخستل شي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS