په بادغيس ولايت کې د څه باندې ۴۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړک د ترمیم پروژه تطبیق کیږي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۲:۳۱
په بادغيس ولايت کې د څه باندې ۴۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړک د ترمیم پروژه تطبیق کیږي

د ټولګټو وزارت له خوا په بادغيس ولايت کې د څه باندې ۴۹.۲ میلیونه افغایو په ارزښت؛ د فارياب - بادغيس - هرات لويې لارې اړوند د مقر دوراهي څخه پیل؛ تر بزبای تنګي پورې د ۶۵ کيلو متره سړک د ترميم او بيا رغونې کار چې د څلور پایو پلګټو، ۱۱۳ متره معبرونو او ۵۰ متره استنادي دیوال کار هم پکې شامل دي پیل او دا مهال عملاً جريان لري.
د يادونې وړ ده؛ چې د يادې پروژې په جريان کې د سيمي یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې په ياده لويه لار د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره پر دغه لار تګ راتګ وکړي.
 

...

۱ کال ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۹:۲۳
Background image

د هېواد د يو شمېر لويو لارو او سړکونو څخه د سېلابي موادو پاکاري او تخریب شویو برخو ترمیم او هموار کاري په چټکۍ سره جریان لري

 د تېرو ورځو د اورښتونو او سېلابونو له امله په باميان ولايت کې د بامیان - سرپل، د باميان - بغلان لویې لارې، د یکاولنګ ۲نمبر ولسوالۍ مسير، دغه راز  په غور ولايت کې د یو شمېر نښلوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د لویو لارو او نښلوونکو سړکونو پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

د هېواد په یو شمېر ولایتونو (غور، هرات بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، بادغیس، هرات، خوست، پکتیا او پروان) کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله یو شمېر لویې لارې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د بغلان ولایت د یو شمېر نښلوونکو سړکونو پاک کاري جریان لري

د بغلان ولایت اړوند یو شمېر نښلونکي مسيرونه، چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې رسوبي مواد د سړک مخې ته را ښویدلي وو دا مهال یې د پاکولو کار په شدت سره جریان لري.
د بغلان ولایت. . .

BACK TO NEWS