په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱۱۹۲ ټنه او د خواف –هرات ۱۱۱۸۴۸ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۷۳۹۸۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په حمل مياشت کې ۹۲۷۵ټنه صادرات شوي ،چې لویه برخه وچه میوه او د انارجوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
