په غزني کې د ۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم کار پیل شو
د غزني ولایت د مقر – ناوې ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي ۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم کار د سیمې د اوسیدونکو په همکاري د دغه ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پیل شو.
د دغه سړک د کار د پیل په مراسمو کې، د غزني ولایت د ټولګټو ریاست مسؤولینو زیاته کړه، چې د یاد سړک پر ترمیم سربیره د ټولګټو ریاست لخوا د یو شمیر نورو سړکونو د ترمیم او بیارغوني کار هم بشپړ شوی دی.
د یاد سړک له ترمیمولو سره به د مقر او ناوې ولسوالیو د اوسیودونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هواري شي او په اساني سره به تګ راتګ وکړي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر
