په لغمان ولايت کې د شاوخوا پنځه ميلونه افغانيو په ارزښت د يوې ترميماتې پروژې کار پيل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۱۶
په لغمان ولايت کې د شاوخوا پنځه ميلونه افغانيو په ارزښت د يوې ترميماتې پروژې کار پيل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د کابل - جلال آباد لویې لارې اړوند د لغمان ولايت عزيز خان کڅ په سيمه کې د سړک د قیر اچونې او داغګيرۍ کار د لغمان ولايت د ټولګټو د رئیس او يو شمېر سيميزو مسئولينو په شتون کې پيل شو.
دغه پروژه د ټولګټو وزارت او وليد مسلم خصوصي ساختماني شرکت سره د شاوخوا پنځه مليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې ده چې پکې د ۵۵ کيلو متره سړک داغګيري، ۱۵۵ متره سړک قير اچونه، د يو استنادي دېوال او يو شمېر پلګوټو رغونه شامل دي.
د يادونې وړ ده چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به پر یاده لويه لار د تلونکو خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
 

...

2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۳:۳۲
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۶۱۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د میزان له ۲۵مې څخه د عقرب تر لومړۍ) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۶۱۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۳۲۳۸. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۹:۸
Background image

د ټولګتو وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ د سیمه ییز دفتر له لارې د بار د انتقالاتو د کاري ګروپ په نهمه غونډه کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د دغه وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۹
Background image

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د دغه وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې. . .

BACK TO NEWS