په پنجشېر ولایت کې د دوو پايو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ٦.٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پنجشېر ولایت کې د دوو پايو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د پنجشېر ولایت د مرستیال والي محترم ملا شاه ملنګ روح الله، د یاد ولایت د تولګتو رئیس محترم مولوي محمد فهیم موحد او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د څه باندې ٦.٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
په رخه ولسوالۍ کې د قابضان پل د څه باندې١.٣ میلیونه افغانیو په ارزښت او په پریان ولسوالۍ کې د مرغابی دان پل د څه باندې ٥ میلیونه افغانیو په ارزښت ترمیم او بیا رغول کیږي.
د یادو پلونو اساسي برخې چې د سېبلابونو له کبله ویجاړې شوې وې او د رخه او پریان ولسوالیو اوسېدونکې یې د تګ را تګ پر وخت له ستونزو سره مخ کړي وو، چې ترمیم او بیارغونې سره به یې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا پرتله هوارې شي.