په کندز ولایت کې د یو پایه پل د پاتې برخو رغنیزې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۳۷
په کندز ولایت کې د یو پایه پل د پاتې برخو رغنیزې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

 د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت اړوند د(ایرگنک سړک) پل چې د کندز – بلخ عمومي سړک پر مسیر موقعیت لري د پاتې برخو د رغونې کار یې د (۹۷۰۵۰۰۰) افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکت سره قراداد شوی دی، چې دامهال یې کار عملاً پیل او د دریو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي. 

په کندز ولایت کې د یو پایه پل د پاتې برخو رغنیزې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې


یاد پل چې ۴۸.۵ متره اوږدوالی او ۱۲متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې د تېرې ادارې پرمهال د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې وې، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې کارونه ځنډېدلي و او د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کندز ولایت د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو ته په کتو د دغه پل رغنیزې چارې بیا پیل کړې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کندز – بلخ پر لویه لار د تلونوکو مسافرو د تګ راتګ ستوزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت مرستیال، محترم سید عبدالله ارجایي سره په خپل کاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

BACK TO NEWS