د کاپیسا په دویم حصې ولسوالۍ کې د یوه کانګریټي سړک رغنیز کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی
دا کانګریټي سړک چې ۲.۶ کیلومټره اوږدوالی لري، د کاپیسا ولایت د دومې حصې ولسوالۍ له مراد خواجه کلي پیل او تر چهار اسیاب کلي پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزکار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی
د یاد کانګریټي سړک رغنیز کار د ټولګټو وزارت او دوو سیمه ییزو شورا ګانو ترمنځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي
د دې سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د مراد خواجه او چهار اسیاب کلیو په ګډون د سړک اړوند ځینو نورو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، همدارنګه د یادې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د سمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۴۴۴ کاري ورځې هم رامنځته شوي
