د پکتیا – خوست لویې لارې د سړک د ساتنې او څارنې چارې بشپړي شوې
ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه فعاله وساتي تر څو رغول شوي سړکونو ته د لږ تخریب له کبله ډیر زیان ونرسیږي، پر همدې بنسټ د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د پکتیا - خوست لویې لارې ترمیماتي چارې چارې بشپړي شوې.
د پکتیا د ټولګټو ریاست په خپلې ماشینرۍ سره د پکتیا له مرکز ګردېز څخه د خوست ولایت تر سیدخېلو پله پورې چې شاوخوا ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري د سړک د ورانو شویو اوږو د اساسي جوړلو، د پلګوټو پاکولو او د سړک غاړو ته د راوتلو سیلابونو د پاتې شونو پاکولو چارې بشپړې کړې.