خبرتیا!

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۱:۴۰
خبرتیا!

 

د ا.ا.ا، له راتګ ورسته ټولګټو وزارت د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د وزن د کنترول په موخه دلنډ وخت لپاره د قوس میاشتې تر ۲۷ مې نیټې پورې یوه طرحه  چمتو کړې وه، ټولګټو وزارت له بشپړ غور او بررسې ورسته د (۱۴) ډوله بیلابیلو باروړنکو موټرو لپاره دا مهال نوې لنډه طرحه ترتیب کړې، چې تر امر ثاني پورې د تطبیق وړ ده.

د موټرو ډولونه او په ټن باندې د وزن د لیږد کچه په لاندې ډول دی:

 

۲۴ ټایره ټيلري موټر د ۶۶ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

۲۲ ټایره ټيلري موټر د ۶۲ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

۲۰ ټایره ټیلري موټر د ۵۸ ټنه وزن د لیږد جازه لري

   ټیلر ۱۸ ټایره اسپ شپږ ټایره دری حصه یی جفت ټایره د ۵۴ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

    ټیلر ۱۶ ټایره اسپ لس ټایر ټیلر تک چرخي دری حصه یي د ۵۶ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

    ټیلر ۱۴ ټایره، اسپ سپږ ټایره دوه حصه يي جفت ټایره د ۴۷ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

    ټيلر ۱۲ ټایره، اسپ شپږ ټایره ټیلر تک څرخی دری حصه يي د ۴۷ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

۱۲ ټایره لارۍ د ۳۴ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

۱۰ ټایره لارۍ د ۳۵ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

۱۰ ټایره کاماز او ۱۰ ټایره خاور د ۳۲ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

۸ ټایره لارۍ د ۳۲ ټنه وزن د لیږد اجزه لري

د دوو حصو لرونکي ۸ بولټه او ۱۰ بولټه لارۍ د ۲۸ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

د دوو حصو لرونکي مازدا ډوله لارۍ او (۲۰۳) او (۳۰۳) اته بولټه بس موټر د ۲۴ ټنه وزن د لیږد اجازه لري

د دوو حصو لرونکي شپږ بولټه خاور، مازدا او غالبوز موټر د ۲۰ ټنه وزن د لیږد اجازه لري ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو او ترانسپورترانو څخه هیله کوي، چې خپل وزنونه د دې طرحې مطابق بار او ولیږدوي تر څو سړکونه چې ملي سرمایه ده وجاړ نشي، د دې طرحي له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS