د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګونو لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي. غزني: د غزني – جغتو ولسوالۍ سړک، چې د ورستۍ واورې له امله په مومند کوتل کې بند شوی و، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. زابل: د زابل ولایت ټولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ لخوا د دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند، مکرک او باوړي سیمو کې د ورستیو اورښتونو له امله د ویجاړو پلګوټو او سړک د ترمیم کار جریان لري. کونړ: د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ لار، په تري سېمه کې تیره شپه دغره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوي وه، چې د د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه. د یادونې وړ ده، چې د هیواد نور ټول سړکونه او لویې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او تر دامهاله کوم ترانسپورتي خنډ شتون نه لري.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د تېرو څو ورځو بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د غور– کابل مسیر د بادگاه او دولتیار په . . .

Back to announcements