د ټولګټووزارت مالي او حسابي رئیس معرفي شو:
د ټولګټو وزارت د پیشنهاد په اساس او د ریاست الوزرا د عالی مقام د ۴ / ۱۱ / ۱۴۴۴ نیټې ۳۸۷۳ ګڼه حکم پر بنسټ، محترم حافظ غلام الرحمن د دغه وزارت د مالي او حسابي د رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو او نن د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. د یادونې وړ ده؛ چې محترم حافظ غلام الرحمن د دیني علومو په برخه کې زده کړې کړي دي او له دې وړاندې یې په بهرنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو کې دنده ترسره کړې ده.