په ننګرهار کې د دوو حفظ او مراقبتي پروژو کار د ۷.۳ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۴:۲۵
په ننګرهار کې د دوو حفظ او مراقبتي پروژو کار د ۷.۳ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شو

د ټولګټو وزارت له لوري په ننګرهار ولايت کې د دوو حفظ او مراقبتي پروژو کار د دغه ولايت د ټولګټو رئیس او يو شمېر سیمه ییزو مسؤولینو په شتون کې پیل شو.

په يادو ترمیماتي پروژو کې د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ د حلقوي سړک ترميم او  د ياد مسير اړوند د عطاخان په کلي کې د سړک د تخریب د مخنيوي په موخه د يوه استنادي دېوال رغول شامل دي، چې کار یې د ټولګټو وزارت او حمزه شینواري ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ۷.۳ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوی، چې کار به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د کار په جريان کې  به يو شمېر هیوادوالو ته د کار زمينه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به پر یاد مسير د تيرېدونکو خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او دغه راز به د سړک د لا تخریب مخنيوی به وشي.

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۴مې نېټې څخه  تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸۱۳۳ټنه، د. . .

BACK TO NEWS