د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد د یوشمېر لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۱۵
د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد د یوشمېر لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریځ ده، د واورې اورښت جریان لري، کوچني او لوی مسافر وړونکي وسایط د دواړو لورو تګ راتګ کولای شي، خو باروړونکي وسایط له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه لري؛ په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له لوري د یادې لویې لارې په بېلا بېلو برخو کې مالګې او خاورې شیندل جریان لري. بلخ: د مزارشریف – چارکنت ولسوالۍ مسیر په بیلا بیلو برخوکې د تیزو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی چې د رسوبي موادو پاک کاري یې په چټکۍ سره جریان لري. سرپل: د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په مسیر کې د تیزو اورښتتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د یاد مسیر اړوند یو پُلګوټی تخریب شوی او لاره یې د ترافیکو پرمخ بنده کړې ده، د یاد ولایت ټولګټو ریاست پرسونل لخوایې د بیرته پرانیستلو ګړندۍ هڅې روانې دي. بامیان: د بامیان – دایکندي مسیر د واورې له امله د باروړونکو وسایطو پرمخ بند دی او د پاکوولو چاري یې جریان لري. د یادونې وړ ده چې د نورستان ولایت په شمول د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله د رسوبي مواد پاک کاري جریان لري. د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولایتي ټیمونو او کار کوونکو ته لارښونه کړې ده چې د ورښتونو او سیلابونو پروخت دې د هېواد د لویو لارو او سړکونو د پاکولو په موخه بشپړ چمتووالی ولري؛ ترڅو هېواد والو ته مالي او ځاني زیان ونه رسیږي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۴۲
Background image

د هېواد یو شمیر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال یې د پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري

غور: په دغه ولایت کې د تیرو ورځو د اورښتونو او سیلابونو له امله د چهارصدې او مرغاب ولسوالیو مسیرونه موقتاً بند او کڼ شمېر نورو نښلونکو سړکونو کې ترانسپورتي خنډونه را منځ ته شوي وو، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۴۲
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د غر ښويېدنې سیمې څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن ورځ سهار د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د کابل دروازې د ۳ کیلو مترۍ (ماهيپر) د غرښویدنې سیمې، بدیل مسیر او د استحکامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

د سالنګ لويه لار د مسافر وړوکو وسايطو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لار د تيرې شپې په ۰۸ د تېزې واورې د ورښت، طوفان او د ليد د ساحې د محدوديت له کبله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه او نن د غويي په ۱۱ مه د سحار پر ۰۷ بجو د لويو او کوچونيو. . .

BACK TO NEWS