د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د پروژو د لیدني په موخه لغمان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۵:۲۰
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د پروژو د لیدني په موخه لغمان ولایت ته سفر وکړ

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني چې د وزارت یو شمیر مرکزي رئیسانو یې ملتیا کوله پرون د جمعې په ورځ لغمان ولایت ته د پروژو لیدنو په موخه سفر وکړ.

د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزیر په یاد سفر کې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ سیمه کې د تیرو اورښتونو له امله د غرښویدلو له ساحې، په یاده لویه لار د  نصب شوې استحکامي پلونو او د کابل - جلال آباد لویې لارې د ترمیماتي برخو او استنادی دیوالونو  څخه چې تیر کال قرار داد شوې وو لیدنه وکړه . 

دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپل سفر په جریان کې د لغمان ولایت د ټولګټو ریاست له  رئیس او کارکوونکو سره د لیدلو ورسته د (ده زیارت) پل او علیشنګ - دولت شاه  سړک څخه هم  لیدنه وکړه او د یاد ریاست کارکوونکو ته یې لارښونه وکړه ترڅو د پروژو د تطبیق په موخه لازم ګامونه واخلي، او د هېواد والو د لا آسانتياوو په موخه دې يادې پروژې په ټاکلي وخت پيل، په غوره کيفيت او چټکۍ سره بشپړې کړي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په یاد سفر کې د کابل ولایت سروبي – بګرامیو سړک ( لته بند مسیر) چې یوه برخه یې پخوا رغول شوې وه هم لیدنه وکړه .

د یادونې وړ ده چې په ياد سفر کې د تولگټو وزارت تخنیکي پلاوي د یاد  وزارت د بشري سرچینو رئیس  محترم انجنیر فضل الباری بلوڅ او  مالي او حسابي رئیس محترم عبدالعلیم خورشید د یاد ولایت د ټولګټو رياست له بشري سرچینو، مالي او تخنیکي څانگو څخه لیدنه او ارزونه وکړه او د یادو برخو کار کوونکو ته يې د کار د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS