په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۳۰۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۴:۴۴
په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۳۰۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان له لومړۍ نېټې څخه تر ۷مې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۳۰۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۳۱۹۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۹۲۸۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۱۸۲) ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې (۱۶۴۱) ټنه چې ټولټال (۸۰۳۰‍۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې (۲۳۱۵) مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له اړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
کابل: 0202320933
بلخ: 0792008090
هرات: 0793500545
فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS