د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ترکمستان د اوسپنې پټلۍ له رئیس سره په کابل کې وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۱:۴۱
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ترکمستان د اوسپنې پټلۍ له رئیس سره په کابل کې وکتل

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم ملا بخت الرحمن شرافت د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې د رئیس "آزاد آتامرادوف" او مل پلاوي سره په کابل کې وکتل.
يادې ناستې دوه ورځې دوام درلود، چې پکې د دواړو هېوادونو ګډو پلاوو د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د لا پراختيا په موخه مفصل بحثونه ترسره کړل.
د ناستې په لومړۍ ورځ د دواړو لورو ترمنځ؛ د تورغونډۍ سټېشن پراخوالي، د تورغونډۍ -هرات اوسپنیزې کرښې د امتداد، چې لومړۍ برخه یې تر صنوبره پورې ۲۲ کیلومتره اوږد والی لري؛ خبرې اتري وشوې.
دغه راز د ترکمنستان هېواد پلاوي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې، پانګونې ته لیوالتیا وښودله او زیاته یې کړه، چې دوی د تورغونډۍ سټېشن د پراختيا او د تورغونډۍ-هرات لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ساختمان او رغونې په برخه کې پانګونې ته چمتو دي او خپل لګښت به د کرښې له فعالیدو وروسته له لاسته راغلو عوايدو څخه بېرته ترلاسه کړي.
د دغو تاسيساتو په رغونې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او ټرانزیټي توکو په ليږد-راليږد کې زیاتوالی راشي او خصوصي سکتور ته به د انتقالاتو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شي، چې د قرارداد او هوکړې وروسته به يې رغنیزې چارې د روان میلادي کال د سپتمبر مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شي.
دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د تور غونډۍ-هرات د اوسپنيزې کرښې د رغونې او ساختمان په اړه وويل: "د کار د پيلولو په موخه ټولګټو وزارت د يادې کرښې ډيزاين ترکمنستان لوري ته سپاري، ترڅو هغوی د ډيزاين له مخې د يادې کرښې رغنیزې چارې پیل کړي."
د غوڼدې د لومړۍ ورځې په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ د یادو موضوعاتو ترڅنګ د دوه اړخيزو ریلي همکاریو، د اوسپنې پټلۍ د کارکونکو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کول، د چارو د پرمخ وړلو لپاره د ګډو کاري ګروپونو رامنځ ته کول او د افغانستان، ترکمنستان، آزاربایجان، جورجيا او ترکيې هېوادونو د پنځګونو کوريدور په اړه هم هر اړخيز بحث وشو.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS