د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې نوی مرستیال معرفي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۴۱
د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې نوی مرستیال معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، د ۱۹/۳/۱۴۴۶ نیټې د ۱۳۱ ګڼې حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې نوی ټاکل شوی مرستیال محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ددغه وزارت مسؤلينو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ الحدیث نورالحق انور، د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح، د یاد وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال الحاج معاون ملا عبدالجبار، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال محترم الحاج انجنیر سلطان محمد زبیر، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو   وړاندې کولو مرستیال محترم مولوي عبدالولي حقاني، یو شمېر رئيسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ الحدیث نورالحق انور خبري وکړې؛ نوموړي وویل: «دا د الله تعالی ﷻ پیرزوینه ده، چې د داسې نظام (اسلامي امارت) سره مو تعلق دی، چې ټولې چارې په ځانګړي ډول ټاکنې يې د اسلامي شريعت سره برابرې دي.»

هغه وويل، چې په دولتي ادارو کې استخدام او دنده امتياز نه، بلکې يو دنيوي او اخروي مسووليت او امانت دی او په اسلامي نظام کې د استخدام او ټاکلو معيار، واک او اختيار په اميرالمؤمنين (حفظه الله) پورې تړاو لري.

ورپسې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې نوي ټاکل شوي مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده خبرې وکړې او ويې ويل: «اسلامي نظام د خلکو او مجاهدینو د قربانیو پایله ده او د اسلامي نظام مسئولان د الله تعالی  ﷻاو خلکو پر وړاندې ستر مسئولیت لري.» 

دغه راز نوموړي د ټولګټو وزارت په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ټولګټو وزارت د زېربنایي پروژو په پلې کولو سره خلکو ته هر اړخیزه ګټه رسوي او دغه وزارت د افغانستان، ګاونډیو، اسیایي او اورپایي هېوادونو ترمنځ د نښلونې پُل دی، چې د اوسپنیزو کرښو، بندرونو او سړکونو په وسیله افغانستان له نورو هېوادونو سره وصل کوي.

د مراسمو په لړ کې د ټولګتو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، خبري وکړې او محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده ته یې د هر ډول همکاریو د ډاډ ترڅنګ د الله ﷻ څخه په ټولو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم په اساس د ټولګتو وزارت د اوسپنیزې کرښې د مخکني مرستيال محترم الحاج ملا بخت الرحمن شرافت پرځای، محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده چې تر دې وړاندې يې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله دا مهال د ټولګټو وزارت د اوسپنیزي کرښې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د مرستیال محترم مولوي عبدالولي حقاني په دعا سره پای ته ورسېده

...

۱ کال 11 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر سره وکتل 

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو کار  د هوا په برابرېدو سره پيل کيږي

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني پرون جمعه د سالنګونو د رئيس محترم حاجي فضل ربي او د پروان ولايت د ټولګټو رئيس مولوي عزت الله عارف په ملتيا د سالنګونو لويې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې  لویې لارې او سړکونه د وروستیو اورښتونو له رسوبي موادو څخه پاک کاري شوي دي

 د وروستیو ورښتونو او سېلابو نو رواتلو له امله د هېوا د په یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو پاتې شوني او رسوبي مواد د سړکونو مخې ته را وتلي وو او درنو هېواد والو ته یې د سفر پررمهال ستونزې. . .

BACK TO NEWS