د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمییم او بیا رغونې چارې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۶
د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمییم او بیا رغونې چارې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د قلات - شينکۍ پر مسير د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې او نن د یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه پل چې، ۵۶.۱۵ متره اوږدوالی لري د ترمیم او بیا رغونې چارې یې تېر کال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت او صداقت افغان ودانيز شرکت ترمنځ د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوې وې چې د يوکال په موده کې يې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ياد پل چې د زابل ولايت (شملزو، اتغر او شينکۍ) ولسوالۍ له مرکز قلات سره نښلوي، د وروستیو کلونو د سېلابونو له امله تخریب شوی و، چې د يادو ولسواليو اوسېدونکي یې د تګ- راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ کړي و دیاد پل په بیارغونې سره  به مرکز قلات ته په اسانۍ سره تګ- راتګ کوي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS